د زابل ولایت له پوهنې ‌ډګره د څو خبرونو لنډیز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۳۱
سیبسیب

د زابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، یاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ښوونیز وضعیت لا ښه والي لپاره لاندې کړنې ترسره کړي دي، چې لنډیز یې په دې ډول دی:
* د یاد ولایت میزانې ولسوالۍ اړوند رحمانیه مدرسې لپاره د ۳ نويو درسي ټولګیو جوړولو چارې، د سیمې د خلکو له لوري د شاوخوا ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
* د شملزو ولسوالۍ اړوند عمران‌العلوم دیني مدرسې لپاره د ۴ درسي خونو او یومحراب جومات بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري د ۲۵۰ زره افغانیو په لومړني لګښت سره کېښودل شوه.
* د شاه‌جوی ولسوالۍ اړوند ابو مسلم خراساني لومړني ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه کیندلو چارې، د سیمې د اوسېدونکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا د غړو په مالي همکارۍ پیل شوې، چې لومړنی لګښت یې له ۳۰ زره افغانیو زیات اټکل شوی دی.
* د قلات ښار اړوند سید محمد لومړني ښوونځي لپاره د سیمې د ځوانانو لخوا ۳ تختې خېمې ډالۍ شوې، چې زده‌کوونکو ته یې خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د خلکو، په ځانګړي ډول د زابل ولایت علم‌پروره اوسېدونکو له مادي او معنوي همکاریو څخه مننه کړې او د یادو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړه شوه

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ نیازي‌اباد کلي اړوند نعمانیه دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۱.۸ میلیونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د بغلان ولایت پوهنې ریاست لپاره د څښاک پاکو اوبو یو څاه وکیندل شو

د بغلان ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ریاست له بهرنۍ دېوال سره څېرمه د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو. . .

BACK TO NEWS