د پکتیا ولایت پوهنې لپاره شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د۳ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت وقف شوه
د پکتیا ولایت په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې د ۳ بابه ښوونځیو لپاره ۹.۵ جریبه ځمکه، چې ارزښت یې ۳ میلیونه ۲۲۹ زره او ۳۸۸ افغانۍ ښودل شوی، وقف شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ځمکې د سیمې د خلکو او د ښوونځیو د تعلیمي شوراګانو لخوا وقف شوې دي، چې پکې ۱.۵ جریبه ځمکه د زرمت ولسوالۍ د کوټيخېلو لېسې لپاره، ۲ جریبه ځمکه د کلالګو لېسې لپاره او ۶ جریبه ځمکه د سیدکرم ولسوالۍ د خانان لومړني ښوونځي لپاره شامله ده.
د پکتیا پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د علمپالو خلکو له همکارۍ مننه کړې او له نورو هېوادوالو یې هم غوښتي چې له ښوونځیو او دیني ښوونیزو مرکزونو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت هڅه کوي د موجوده امکاناتو په کارولو سره د یادو ښوونیزو ادارو لپاره د نویو ودانیو جوړولو زمینه هم برابره کړي.
