د پوهنې محترم وزیر لخوا په بامیان ولایت کې د یو باب ښوونخي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۶
wert

د افغانستان اسلامي ا/مارت د پوهنې محترم وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت په پنج‌آب ولسوالۍ کې د یو باب منځني ښوونځي بنسټ ډبره کېښوده.
د پوهنې محترم وزیر د دغو مراسمو په ترڅ کې د خلکو له تود هرکلي څخه مننه وکړه او ویې ویل: د یادې ولسوالۍ د خلکو هرې غوښتنې ته چې د پوهنې په برخه کې وي، تر خپلې وسې او امکاناتو پورې به ورته رسېده‌ګي وشي.
نوموړي د دغه ښوونځي د ارزښت په اړه وویل چې دا به د سیمې د ماشومانو ښوونې او روزنې په وده کې مهم رول ولوبوي او زیاته یې کړه: په ټول هېواد کې ۳۹ بابه تخصصي لېسې جوړېږي، چې هر زده‌کوونکی به وکولای شي، د خپلې خوښې په رشته کې زده‌کړه وکړي.
د بامیان ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار، د محترم وزیر صاحب او ورسره مل پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل: یاد ښوونځی د ۱۲۱ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت، په یوه پوړ کې د پخې او اساسي ودانۍ په ډول جوړېږي، چې شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او د اوبو رسولو سیسټم به ولري او په بشپړېدو سره به د سیمې سلګونو ماشومانو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS