د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه
د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارفدوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د پنجشېر پوهنې رئیس محترم مولوي محمود طالب ثاقب په وینا، د درېیم څخه تر شپږم ټولګي پورې زدهکوونکو ته ټولټال ۶۲۵ ټوکه کتابونه ورکړل شوي دي.
همدارنګه، د ځینو نورو معارفدوستو کسانو له لوري ۲۰۰ ډالر او ۱۰۰۰ افغانۍ مرسته هم شوې، چې په دې پیسو سره ۱۷۸ټوکه نور درسي کتابونه وپېرل شول.
