هلمند ولایت کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۹
54854

د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند «د ډاکټر بسم‌الله وردګ» ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۸ میلیونه او ۹۶۴ زره افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړه شوې، اوس د یاد ولایت پوهنې مسئولینو او د سیمه‌ییزو ادارو د چارواکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ شپږ درسي خونې، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د څښاکدپاکو اوبو څاه او نور اړین ملحقات لري، چې د زده‌کوونکو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۱۰
Background image

د هرات ولایت د شپږو ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې

د هرات ولایت مرکز سربېره په رباط سنګي او کرخ ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې چارې، چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت له میزانیې څخه د شاوخوا ۴ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې له لاندې مهالوېش سره سمې پیل شي:
۱- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د اداري کیفیت ښه‌والي او د ځواب‌ویلو او مسوولیت‌پذیرۍ کولتور پیاوړتیا په موخه، د غور ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو. . .

BACK TO NEWS