د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د تعلیم القرآن په نوم دیني مدرسې ودانۍ چې د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند د وجن اوشنگان په کلي کې د ځایي خلکو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده، د یمګان ولسوالۍ پوهنې مسٸولینو له خوا افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسٸولینو په وینا، دا مدرسه د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ او د ٣ تنو استادانو د معاش برابرولو له لارې، د شاوخوا ۲۰۰ تنو زدهکوونکو د زدهکړې لپاره په دوه درسي وختونو کې جوړه شوې ده.
ياده ودانۍ په هغه ځمکه کې جوړه شوې چې ۶۵ متره اوږدوالی او ۳۵ متره پلنوالی لري او د خلکو له خوا ډالۍ شوې ده.
همدارنګه، د سیمې خلکو یوه بله ځمکه هم چې ۶۰ متره اوږده او ۷ متره پلنه ده، د ۲۰ دوکانونو د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده، تر څو په راتلونکي کې د دغې مدرسې لګښتونه او اړتیاوې د همدې دوکانونو له عوایدو څخه تمویل شي.
