د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول
د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، په دغه سیمینار کې د دیني مدارسو د درجو او تعلیمي نصاب په اړه مفصل بحث وشو.
همدارنګه د تدریسي کیفیت لوړولو، اړینو اصولو، اداري کتابونو، تدریسي پلان او نورو اداري اسنادو په اړه عملي تشریح او وضاحت هم وړاندې کېږي.
