په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې
د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایانشهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علمپروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل شوې.
د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه ښوونځی په یوه پوړ کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شي، چې ۲۱ درسي خونې، د اوبو رسولو سیسټم او نور اړین تاسیسات به ولري.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د پورته ذکر شوي ښوونځي د چارو پیل په مراسمو کې د علم او پوهې پر ارزښت او د تعلیمي بنسټونو پر رول خبرې وکړې او د یاد هېوادوال له نېک او ارزښتناک اقدام څخه یې قدرداني وکړه.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په دې ښوونځي کې ۹۴۵ تنه زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
