په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
شسیظطز

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په وینا؛ د ازموینې ګډون‌وال د ج/هادي فعالیتونو له امله د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو؛ خو اوس چې د زده‌کړو فرصتونه برابر شوي، کولای شي، د یادې ازموینې له ترسره کولو وروسته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړه چې، د دغې پروسې ګډون‌وال به د هغوی د تعلیمي کچې له مخې د ښوونځیو له اووم تر دولسم ټولګیو کې جذب شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS