په فراه ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۶
51416554

د فراه ولایت پوهنې ریاست د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو م/جاهدینو څخه چې د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د ازموینې ګډونوال هغه کسان وو، چې د ج/هادي فعالیتونو له امله له زده‌کړو پاتې شوي وو؛ خو اوس د تعلیمي فرصتونو په برابرېدو سره کولای شي، خپلې زده‌کړې بېرته پیل او دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړه، پلان دا دی چې د دغې پروسې ګډون‌وال به د هغوی د تعلیمي کچې له مخې د ښوونځیو په اووم څخه تر دولسم ټولګیو کې شامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS