په لوګر ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې
د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو پروژو چارې شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې د ۳۶ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ په رسمي ډول پیل شوې وې.
د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به نږدې ۳۰ زره زدهکوونکو ته د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر شي.
