د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
ظطزطز

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي رياستونو اړوندو کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.
د مراسمو په پیل کې د پوهنې وزارت د علمي شورا محترم رٸيس د مېلمنو هرکلی وکړ او په ادارو کې یې د چارو لاپرمختګ لپاره د ټیکنالوژۍ په اړه وویل: د علمي شورا، مالي او اداري او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو په هلوځلو، په پوهنې وزارت کې د تقنيني سندونو او لارښودونو برېښنايي ثبت سيسټم جوړ شو، چې موږ یې نن د يو ورځني روزنيز سيمينار شاهدان یو.
دغه راز نوموړي د تخنیکي فعالیت له نظره د یاد سیسټم د محوریت په اړه خبرې ترسره او عمومي معلومات یې وړاندې کړل.
همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست کارپوهانو، د پورته ذکر شوي سیسټم د تخنیکي برخې په تړاو ځانګړي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل، چې د ګډون‌والو د پاملرنې او علاقې وړ وګرځېدل.
ياد روزنيز سيمينار د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډيز

۱- د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د تشکیلاتو ریاست په نوښت، د کابل ښار په ګډون د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو مسلکي وړتیاوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو څلور ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د تشکیلاتو ریاست په نوښت، د کابل ښار په ګډون د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو مسلکي وړتیاوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ قدق کلي اړوند حضرت علي (رضی‌الله‌عنه) ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS