د سرپل ولایت په ښوونځیو کې مستحقو کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
\ظزطظز

یوې خیریه ادارې په سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۴۰۰ تنو مستحقو کارکوونکو، ښوونکو او خدمتي کارکوونکو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش مراسمو په پیل کې د نوموړي ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د دې نېک اقدام څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ وویل: خیریه بنسټونه او نېک انسانان تل د ټولنې د اړمنو قشرونو ترڅنګ ولاړ دي او دا ډول کړنې زموږ په اسلامي ټولنه کې د همدردۍ، همکارۍ او یووالي ښه بېلګه ده. موږ له دې خیریه ادارې څخه چې د روژې مبارکې میاشتې په دې برکتناکو ورځو کې یې له مستحقینو سره مرسته کړې ده، د زړه له کومې مننه کوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS