خبرتیا

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۰
یطلطز


پوهنې وزارت د هېواد د ټولو وګړو لپاره د مناسبو، معیاری او عادلانه تعلیمی فرصتونو رامنځته کولو په درشل کې،  نن د ثانویه او مافوق ثانویه درجو لپاره د آزموینو پایلې، تر هر اړخیزې شننې او ارزونې وروسته، د بشپړې روڼتیا، عدالت او مساوات په پام کې نیولو سره اعلان ته وسپارلې.
د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينیت څه موده مخکې د مرکز په شمول په ټولو ولايتونو او دارالهجرت تعلیمي مرکزونو کې د ديني مدارسو له طالب العلمانو څخه د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو مشترکه آزموينه واخیستله؛ په همدې تړاو بریالي کسان کولی شي، چې د خپلو شهادتنامو اخیستلو لپاره اړوندو ولایتونو ته د فورمونو ډکولو په موخه مراجعه وکړي، تر څو خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.
د خپلو پایلو لیدو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ:

لینګ 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS