د پوهنې ولایتي خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۲
acxzc

لغمان
د لغمان ولایت قرغه‌یې ولسوالۍ د مشه‌خېل لېسې لپاره د لمریز برېښنا سیسټم نصب شو. 
دغه سیسټم د یادې ولسوالۍ د یوه معارف‌پال اوسېدونکي له لوري د ۶۳ زره ۳۶۰ افغانیو په لګښت جوړ او فعال شوی دی.

هرات
د هرات ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه خصوصي علمي بنسټ په همکارۍ، د «لوېدیځ فکري او فرهنګي یرغل پر وړاندې د مسلمان ځوانانو ویښتابه» تر سرلیک لاندې ورکشاپ د څه باندې ۱۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره ترسره شو.
د دې ورکشاپ موخه د دیني ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د مسلمانو ځوانانو د پوهاوي لوړول، د فکري او فرهنګي یرغل پر وړاندې علمي لارې چارې وړاندې کول او د مسئولیت‌پالنې روحیې پیاوړتیا وه.

دایکنډي
په دایکنډی ولایت کې د سوادزده‌کړې مسئولینو لپاره درې ورځنی روزنیز سیمینار د «سوادآموزۍ د ارزونې وړتیاوې» تر عنوان لاندې جوړ شو. 
په دې سیمینار کې د لویانو او هغو کسانو لپاره چې په لېرې پرتو سیمو کې له زده‌کړو محروم پاتې شوي، د سواد د ارزونې بهیر او طریقو په اړه روزنه ورکړل شوه.

ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې له شاوخوا ۳۵۰ تنو هغو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې مسئولینو په وینا، یاد کسان به د ازموینې له بشپړولو وروسته د اتم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د ولایت په ښوونځیو کې شامل شي، ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۸
Background image

په خوست ولایت کې د مدرسینو مسلکي پراختیا ۴۰ تنو غړو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

د خوست ولایت پوهنې ریاست له لوري د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د مدارسو ۴۰ تنو علمي غړو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په پیل کې د خوست ولایت پوهنې ریاست د اسلامي زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۵
Background image

په هرات ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د «واش» پروګرام پروژې بشپړې شوې

د «واش» پروژو چارې، چې پکې د تشنابونو جوړول، د سېپټیک څاه‌ګانو برابرول، د څښاک پاکو اوبو څاه‌ګانو کیندل او د لمریز برېښنا سیسټم نصبول شامل وو، د هرات ولایت زاول ولسوالۍ اړوند په ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۲
Background image

د پوهنې ولایتي خبرونو ته لنډه کتنه

لغمان
د لغمان ولایت قرغه‌یې ولسوالۍ د مشه‌خېل لېسې لپاره د لمریز برېښنا سیسټم نصب شو. 
دغه سیسټم د یادې ولسوالۍ د یوه معارف‌پال اوسېدونکي له لوري د ۶۳ زره ۳۶۰ افغانیو په لګښت جوړ او. . .

BACK TO NEWS