د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۰
یلطیب


د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ، د بادغیس ولایت اړوندو سیمو او د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځني ښوونیز ورکشاپونه د ۵۳۴ تنو ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو لپاره جوړ شول.

پکتیکا
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ په پنځو ژمنیو ښوونیزو مرکزونو کې د ۵۳۵ تنو ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ، د یوه خصوصي علمي بنسټ له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو.
په یاد سیمینار کې د علماوو شورا استازي د ځوانانو د ساتنې او ښو اخلاقو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې استازي د امیر د اطاعت او د سنتونو د پیروۍ په اړه وینا ترسره او د ارګون ولسوالۍ د پوهنې آمریت استازي د ا.ا. د لاسته راوړنو او د خپلواکۍ د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ یو تن علم‌پال شخصیت له یو ښوونیز مرکز سره د ۴۱ زره افغانیو په ارزښت قرطاسیې او سون‌توکو مرسته وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره مېتودیکي سیمینار جوړ شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ښار د شپاړسو ناحیو د ښوونځیو ۳۰۰ تنو ښوونکو او ۴۰ تنو سرښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو درې ورځنی سیمینار جوړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه


د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ، د بادغیس ولایت اړوندو سیمو او د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځني ښوونیز ورکشاپونه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د یو خیریه بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د غلني لومړني ښوونځي نوې ودانۍ،  د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده. . .

BACK TO NEWS