په کونړ ولایت کې د ۲۴ مېلیون افغانیو څخه په زیات لګښت د ۱۴ بابه ښوونځیو جوړولو پروژې بشپړې شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۵۱
65465

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې په مرسته، په دې وروستیو کې د کونړ ولایت په ناړۍ او دانګام ولسوالیو کې د ۲۴ مېلیونه ۵۶ زره ۴۶۰ افغانیو په ټولیز لګښت، د ۱۴ بابه ښوونځیو جوړولو او بیارغونې پروژې بشپړې او عملي شوې دي.
په یادو پروژو کې د ښوونځیو احاطوي دېوالونو جوړول، د نویو درسي خونو رغول، د څښاک پاکو اوبو څاه‌ګانې کیندل او نور اړین ملحقات شامل دي، چې په بشپړېدو سره یې د یادو ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره غوره شرایط او تعلیمي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره مېتودیکي سیمینار جوړ شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ښار د شپاړسو ناحیو د ښوونځیو ۳۰۰ تنو ښوونکو او ۴۰ تنو سرښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو درې ورځنی سیمینار جوړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه


د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ، د بادغیس ولایت اړوندو سیمو او د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځني ښوونیز ورکشاپونه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د یو خیریه بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د غلني لومړني ښوونځي نوې ودانۍ،  د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده. . .

BACK TO NEWS