په مدارسو کې د طلابو ترمنځ علمي سیالۍ پرانیستل شوې
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست لخوا، په ننګرهار ولایت کې د مدارسو د طلابو علمي پوهې لوړولو او پراختیا لپاره، د ۲۴۵ تنو طالبالعلمانو تر منځ د «صرف او نحوې» علمي سیالۍ پیل شوې.
همدا راز دغه سیالۍ د لغمان ولایت د مدارسو د ۶۰ تنو زدهکوونکو تر منځ هم ترسره شوې.
د پروګرام د پیل په مراسمو کې مسئولینو له استادانو او د سیالیو له څارونکو پلاوو غوښتنه وکړه، چې د ازموینې جریان په دقیقه توګه وڅاري او پر روڼتیا او عدالت د ټینګار ترڅنګ، د ازموینې نظم او ډسپلین مراعات کړي.
