د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو مهمو خبرونو لنډيز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۵۹
ظظطز

ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۰۰ تنو راستنېدونکو زده‌کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
 ټاکل شوې ده چې یاد زده‌کوونکي د هغوی د تعلیمي کچې پر اساس په ښوونځیو کې شامل شي.

بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د ښوونځیو له ۱۵۸ تنو مدیرانو، اجرائیوي مدایرانو او سرښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

لوګر
د لوګر ولایت ۲۹۰ بابه ښوونځیو ته د درسي کتابونو وېشلو پروسه په رسمي ډول د پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شوه.

لغمان
د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند استاد ګل پاچا الفت عالي لېسې لپاره د ۱۰۰ متره اوږد دېوال جوړولو چارې د ځایي مشرانو په مالي مرسته پیل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS