د پکتیا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یوه کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۴۴
515

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د یو تن لوبغاړي ښاغلي الله محمد غضنفر په مالي مرسته، د یادې ولسوالۍ د حبیب الله زرمتي عالي لېسې لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم په ګډون یوه بشپړه سمباله کمپیوټرخونه جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو او مخورو کسانو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د دې نوښت ستاینه وکړه او دا یې د پوهنیزکیفیت ښه والي لپاره یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې د اوسني عصر اړتیاوو ته په پام سره، د برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوسه ده.
د یادونې وړ ده چې پخوا په دې ولایت کې د سیمه ییزو پانګوالو او سوداګرو په همکارۍ د ۱۰ بابه ښوونځیو لپاره کمپیوټر لابراتوارونه جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS