په کندهار کې د ۷ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړیدو چارې پیل شوې
دکندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي د اقرا برنامې په چوکاټ کي د (۷) بابو ښوونځیو د پاره د نویو ودانیو د بنسټ ډبري کښېښودل شوې .
هغه مراسم چي په همدې موخه په ارغنداب ولسوالۍ کي جوړ شوي وه د کندهار د مرستیال والي عبدالحنان منیب ترڅنګ د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون، د یو شمیر ملکي ادارو رئیسانو، د ولسي تړون د پروګرام استازو، د ارغنداب ولسوالۍ مسؤلینو او قومي مشرانو دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و.
په هغه غونډه کې چي له همدې امله جوړه شوي وه د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وویل: یادي (۷) بابه ښوونځی به د ارغنداب ولسوالي د شا تورو، خانه ګرداب، ده سبز، حاجیانوکلا، وکیل کلا، چهارقلبه، سفلی او ارهډ په کلیو کي د ښار او ځمکو وزارت لخوا د اقرا برنامی په مالی مرسته جوړي شي چي له مخي به یې (۲۷۰۰) تنو ماشومانو ته سالم زده کړیز چاپیریال رامځته شي .
پیوستون د سیمي د مشرانو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړل ترڅو د یادو ساختمانی چارو څه د څارني ترڅنګ ورسره بشپړه همکاري وکړي او هم دي یې په ساتنه کي خپلي هڅي دریغ نکړي دغه راز یې د سیمي د مشرانوڅخه غوښتنه وکړل ترڅو خپل هغه ماشومان چي د زده کړي د لوی نعمت څخه بې برخي دي ښوونځیو ته واستوي .
