په بلخ ولایت کې ۲۷ بابه تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا، په بلخ ولایت کې د پوهنې وزارت له بودیجې او د شریکو ادارو د مرستې څخه د ۲۵ مېلیونه ۲۶۸ زره ۴۵ افغانیو په ټولیز لګښت د تعلیمي او اداري مرکزونو ۲۷ پروژې پیل شوې دي، چې له دې جملې ۴ پروژې تر اوسه بشپړې او پاتې نورې د جوړولو په حال کې دي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت په ټول ملک کې د هېواد د ماشومانو لپاره د متوازنو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې د علمپالو خلکو د همکارۍ غوښتونکی دی.
