د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پکتیکا ولایت له پوهنې چارواکو او ښوونکو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۸
سیب

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د پکتیکا ولایت له پوهنې مسئولینو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه ګډه غونډه وکړه.
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي محترم مولوي بسم الله حسان، په یاد ولایت کې د خپل ریاست اړوندو لارښوونو له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده او د هغو له هڅو یې ستاینه وکړه.
نوموړي وویل: د هر مسلمان دنده ده، چې خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» له سنتو سره سم برابر او د هغو مطابق عمل وکړئ.
هغه مسئولیت یو الهي امانت وګاڼه او ویې ویل چې ښوونکي نه یوازې د زده‌کوونکو د علمي زده‌کړې مسئولیت لري، بلکې د هغوی د فکري، اخلاقي او مذهبي روزنې بنسټیزه دنده هم پر غاړه لري.
وروپسې د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دې چارو پلي کول د ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي. 
دغه راز نوموړي ډاډ ورکړ چې د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د پورته ذکر شوې ادارې ټول قوانین او لارښوونې په بشپړه توګه پلي کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS