د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"
له شنبې ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ تر پنجشنبې ۲۵/ ۷/ ۱۴۴۷ ه.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، مرغومي میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۵ مې نېټې پورې)
تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې له لورې، د یاد وزارت د مرکزې هستې شاوخوا ۲۶۰ تنو رئیسانو، آمرینو او عمومي مدیرانو لپاره یو ورځنی اصلاحي او علمي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د اسلامی ارزښتونو پیاوړتیا، اداري اصلاحاتو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اصولو د تطبیق په موخه جوړ شوی و، چې پکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محترم وزیر سربېره، د پوهنې وزارت محترمو معین صاحبانو او مسٸولينو هم ګډون او ویناوې وکړې.
په ورته مهال له ولایتونو څخه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد د راپور ورکولو مطابق دوه میاشتني راپورونه رسماً د پوهنې وزارت مرکزي کمېټې ته استول شوي دي.
همدارنګه په پلان کې ده، چې راتلونکې اوونۍ د پوهنې وزارت د مرکزې هستې هغه کارکوونکو او منسوبينو ته چې د څارنيز ټیم
له ارزونې وروسته به د لمانځه د الفاظو تصحیح او د هغو د احکامو په اړه فوق العاده او هراړخيز درس ورکول شي٠
د یادونې وړ ده چې، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې، تیره اوونۍ زابل او پکتیکا ولایتونو ته د امام مبلغينو معرفي کولو ترڅنګ، د کارکوونکو صورت او سیرت ارزولى او هم يې ورسره د دعوت او ارشاد نصاب تدریسي بهير له نږدې څارلى دى.
