په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو لپاره سیمینارونه جوړ شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴
5145614

پوهنې وزارت لخوا، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د نورستان، پکتیا، فاریاب، خوست، دایکنډي او یو شمېر نورو ولایتونو کې د صنفي اصولو له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو مسلکي مهارتونو پیاوړتیا لپاره د ۳ ورځنيو سیمینارونو لړۍ پیل شوه.
د اړوندو ولایتونو پوهنې چارواکو د تدریسي مهارتونو لوړولو لپاره د دغه شان سیمینارونو په جوړولو خوښي څرګنده او یاد پروګرامونه یې د ښوونکو د ظرفیت، وړتیا او مسلکي‌والي په ښه کولو کې مهم وګڼل.
مسئولینو په ښوونکو هم غږ وکړ چې د نويو ښوونیزو مېتودونو په کارولو سره په ښوونځیو کې خپل تدریسي بهیر لاپسې پياوړی کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS