په لغمان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۵۴
544

د لغمان ولایت پوهنې ریاست، د پوهنې وزارت د کړنلارې پر بنسټ، په یاد ولایت کې له ۱۶۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست چارواکو  له دغې پروسې څخه د څارنې پرمهال، د پورته ذکر شویو ازموینو ترسره کولو پروسه مثبته وبلله او دا یې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي شرایطو برابرولو په لور یو مهم او بنسټیز ګام وباله.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروسه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د غوښتونکو لپاره ترسره او بریالي کسان به په اړوندو ټولګیو کې شامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۵۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۴۲ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي روزنې پروګرام پیل شو

د ننګرهار ولایت شیرزاد ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یوې همکارې ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ سره پیل شو.
یاد ورکشاپ د شیرزاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۵۲
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د هرات ولایت د مدارسو ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو له مشترکو ازموینو څخه څارنه وکړه

 د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د هرات ولایت پوهنې مسئولینو یې هم ملتیا کوله، په یاد ولایت کې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د مدارسو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د دارالهجرت په شمول د مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکې ازموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له پلان سره سم، د ۱۴۴۷ هـ ق کال، رجب المرجب میاشتې په ۶ مه شنبې ورځ، د دارالهجرت په شمول د مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکې ازموینې په. . .

BACK TO NEWS