د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
شظزط

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري کړنلارې له مخې، پلان لري چې د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو مضمونونو ازموینه د کابل ښار د ا/مارتي او خصوصي ښوونځيو د لسمو ټولګیو له ۴۰ زره زده‌کوونکو څخه واخلي.
له همدې امله، د یاد پروګرام پلي کولو لپاره د دغه ریاست علمي غړي د مسلکي پراختیا، درسي نصاب، اساسي او ثانوي زده‌کړو، شهادتنامو ریاستونو او د کابل ښار د ښوونځيو استادانو په همکارۍ، تعلیمي حوزو ته دنده سپارل شوې، تر څو د روان کال لیندۍ/ قوس میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۳مې نېټې پورې د یادو مضمونونو معیاري ازموینه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS