د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ځینو خبرونو لندیز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۲۶
56454

 کابل ښار 
  "د سیرت ستوري" سیالۍ پایلې، چې د کابل ښار نهمې ناحیې د ښوونځیو د ۲۰۰۰ څخه زیاتو زده کوونکو ترمنځ پیل شوې وې، اعلان او غوره زده کوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.

 کابل ولایت 
د کابل ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د ساینس ستوري سیالۍ پایلې اعلان او ۲۵تنه زده کوونکي چې د خپلو هڅو له امله د سیالۍ په سر کې راغلي وو، د چارواکو لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې وویاړل شول.

د یو بل خبر له مخې:
د کابل ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب لخوا، د پغمان ولسوالۍ د ۳۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د ترسره شوې سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پایلې اعلان او هغه زده کوونکي چې په یادو سیالیو کې یې معیاري نمرې یې ترلاسه کړې وې، وهڅول شول.

 پروان
د پروان ولایت د مرکز او نهو ولسوالیو د زده کوونکو د علمي اختراعاتو نندارتون، چې ۱۶۱ نوښتونه پکې شامل وو، پرانستل شو.

 لوګر
 د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ یو بانفوذه شخصیت حاجي عصمت الله د یادې ولسوالۍ اړوند رضا خېلو لیسې ته د ۱۳۰۰۰ افغانیو په لګښت ۳ لیپټاپونه وپېرل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS