په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې لېسې ودانۍ ورغول شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۸
654

د پوهنې وزارت خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د کندهار ولایت شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د کیغتو په کلي کې د یوې لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې مسئولین، یو شمېر علماء کرام، د محلي ادارو چارواکي او د سیمې د خلکو استازي هم حاضر وو، پرانیستل شوه.
د مسئولینو په وینا؛ د دغې ودانۍ جوړولو ټول لګښت ۷ مېلیونه او ۹۸۰ زره افغانۍ دی، کوم چې د پوهنې یو همکار بنسټ لخوا برابرې شوې دي.
د لېسې دغه نوې ودانۍ ۶۰ درسي ټولګي، ۱۰ اداري خونې او ټول اړین محلقات لري.
د مراسمو ویناوالو هر یو د تعلیم پر اهمیت خبرې وکړې او له زده‌کوونکو یې وغوښتل چې د ښوونځي د ودانۍ او تجهیزاتو په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۸
Background image

په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې لېسې ودانۍ ورغول شوه

د پوهنې وزارت خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د کندهار ولایت شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د کیغتو په کلي کې د یوې لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د هرات ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه‌ خان سروري، هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په تر څ کې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر او نورو مسئولینو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۱
Background image

رسنیزبلنیک

ټاکل شوې ده، چې د مشرتابه پلاوي، یو شمېر مرکزي رئیسانو ، د پوهنې ریاست رئیس، د کابل ولایت والي او مېلمنو په حضور کې، د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د "ساینس ستوري" د غوره زده‌کوونکو پېژندنې. . .

BACK TO NEWS