د پروان ولایت د شینواری د پوهنې آمریت د ودانۍ د بنسټ دبړه کیښودل شوه
د پروان ولايت د شینواری ولسوالي د پوهنې آمریت د نوى ودانۍ د بنسټ دبړه دنوموړی ولايت دپوهني رياست دمسوولينو لخوا په داسي حا ل كې چې دسيمي قومي مشرانو ګډون درلود کیښودل شوه.
نوموړي ودانۍ په پاخه او اساسی دول په دوو پوړنوکې د شا خوا ۷ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجي څخه د ۸ میاشتو په موده کې جوړیزې، چې ۷ اداري خونۍ ، د اوبو څښلو څاه، سولر سیستم داحاطي ديوال، ۵ تشنابهاو نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري .
