د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په تعلیمي مرکزونو کې له ۲ پراختیایي پروژو څارنه وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۵۱
ثقغق

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد فرید حقاني، د پوهنې ریاست انجینرۍ ټیم په ملتیا، د تګاب ولسوالۍ په نوروز خېل کلي کې د محمدي دیني مدرسې احاطوي‌ دېوال جوړولو او د همدغې ولسوالۍ په غازي پاینده محمد ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو څاه کیندلو چارې له نږدې وڅارلې.
د دغو پلټنو بنسټیزه موخه، د ودانیزو کارونو کیفیت بیاکتنه، د پروژو ګړندي پلي کول او په تعلیمي پروژو کې د بودیجې له شفاف لګښت څخه ډاډ ترلاسه کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS