د ننګرهار ولایت له پوهنې دوه لنډ خبرونه

* د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ حدر خېل قوم مشرانو لخوا، د یادې ولسوالۍ په اړوند کې د اسامه بن زید «رضی الله عنه» دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه او اسناد یې په رسمي ډول پوهنې ریاست ته وسپارل شول.
همدارنګه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ هاشم خېلو عالي لېسې زدهکوونکو لپاره د خوندي تدریسي چاپېریال د نشتوالي ستونزې حل لپاره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مینه والو په همکارۍ، په همدغې لېسه کې د یو شمېر نویو درسي خونو جوړولو لپاره ۱۳۵ زره ۳۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.