په هلمند ولایت کې د ۱۱ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
65414

د هلمند ولایت په ۱۱ بابه ښوونځیو کې، له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۱۰۹ مېلیونه ۸۸۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت نوې ودانۍ جوړې او په رسمي ډول د پوهنې مسئولینو، سیمه‌ییزو چارواکو، علماءکرامو، مشرانو او زده‌کوونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو ودانیو د پرانیستلو پر مهال، د هلمند ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري د پوهنې پر اهمیت، د ودانیو په سمه توګه کارولو او ښوونیزې پروسې د لا پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، دغه ودانۍ له معیارونو سره سمې جوړې شوې دي، چې په پایله کې یې د زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال، پاکې اوبه، تشنابونه او نورې اړینې  اسانتیاوې برابرې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS