د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس په رسمي سفر نورستان ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس محترم مفتي عبدالولي سداد له نورستان ولایت څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې نوموړي د نورستان له والي محترم قاري زین العابدین او د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن سره وکتل.
په دې غونډه کې، د نورستان ولایتي چارواکو او پوهنې مسئولینو د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هغوی ته د عملي او نظري همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس وویل چې همدغه ولایت ته یې د خپل سفر اساسي موخه د پروسې څارنه، د روڼتیا ډاډمن کول، د علماءکرامو د سویې د تثبیت کچې تایید لپاره د ازموینو په دقت سره کنټرول او بیاکتنه وه، ترڅو دا ملي او ارزښتناکه پروسه د اسلامي لارښوونو په رڼا کې په صداقت، عدالت او بشپړ شفافیت سره ترسره شي.
ورپسې محترم مفتي عبدالولي سداد د علماوو د تصدیق ازموینې د بایومیټریک پروسې څخه له نږدې څارنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا پروسه په بشپړ شفافیت او نظم سره پلې کېږي.
