د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې نوی معین معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۴
ظیشسظ

د افغانستان.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د حکم پر بنسټ، د پوهنې وزارت د کفیل او اسلامي زده‌کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده له لوري، الحاج مولوي عبدالمالک حقاني د یاد وزارت د ښوونې او روزنې د نوي معین په توګه منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت داسلامي زده‌‌کړو پر معین او کفیل سربېره، د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال محترم الحاج مولوي سیف الدین طایب، د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ مولوي سردارمحمد ابوفیضان، ځینو مرکزي رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود.

په پیل کې د پوهنې وزارت کفیل او د اسلامي زده‌کړو محترم معین د خپلې پرانیستونکې وینا پر مهال مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ادارو کې د بدلون او تقرر ارزښت او اصل بیان کړ، د مسئولیتونو د اهمیت په اړه یې په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې او د نوي معین له معرفي کولو وروسته یې د پخواني معین د تېرو خدمتونو څخه د ستاینې سربېره، هغوی ته په نویو مسئولیتونو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

همدارنګه نوموړي د پوهنې وزارت ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو مسئولیتونو ته جدي پام وکړئ او په دوامداره توګه د خپلو آمرینو له اوامرو څخه په بشپړه توګه اطاعت وکړئ.

ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې نوي معین محترم الحاج مولوي عبدالمالک حقاني په خپله وینا کې د افغانستان.ا.ا. عالي مقام د مشرتابه او د پوهنې وزارت رهبرۍ له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: علم او پوهه د ټولنې په هراړخیز پرمختګ، تمدن او اکمال کې بنسټیز رول لري او د ښوونیز نظام د لاپرمختګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې د نوي معین د تقرر په اړه د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه حکم، د چارو ادارې لوی ریاست د مرستیال لخوا ولوستل شو.

یاده پرتمینه غونډه د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ښار پوهنی ریاست کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، له ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS