د بامیان ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه یونیم مېلیون افغانۍ مالي عواید راټول کړې دي
د بامیان ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې: د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې، په ټولیزه توګه یې ۷۳۰ زره ۴۷۸ افغانۍ د شهادتنامو د وېش له لارې راټولې او تر ادارې پړاوونو وروسته د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د شهادتنامو برېښنايي سیسټم په فعالولو سره، مراجعینو ته د اسنادو په ترلاسه کولو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي او سربېره پردې د هغوی وخت او لګښتونه هم راکم شوي دي.
