په غور ولایت کې د سواد زده‌کړې ۱۰۴ بابه کورسونه جوړ شوي

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۱۰
6546

په روان کال کې، د غور ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ټولیزه توګه ۱۰۴ بابه د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ کړي دي.

همدارنګه یې د سیمه ییزو خلکو، روږدو کسانو، کوچیانو، کډوالو، بندیانو، پولیسو او د ځینو رسمي ادارو کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ۶۹ بابه مرکزونه جوړ او فعال کړي دي.

یاد کورسونه د سواد زده‌کړې کمیټې او د غور ولایت پوهنې چارواکو لخوا په منظم او دوامداره توګه څارل کېږي؛ ترڅو د سواد زده‌کړې نصاب په اغېزمن ډول پلی او تدریس شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS