په غزني ولایت کې د خاتم‌الانبیاء مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۱۶
سبیسش

د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند د سراب په سیمه کې د خاتم‌الانبیاء مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي لګښت، د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت، په ۲ جرېبه ځمکه کې جوړه او د پوهنې مسئولینو، د جغتو ولسوال، قومي مشرانو، مدرسینو او طلابو په حضور کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ ۷ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د کنفرانس تالار، د اوبو او برېښنا سیسټمونه لري.

د غزني پوهنې مسئولینو په وینا، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره ۲۵۰ تنو طلابو ته یو خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۳
Background image

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست کې یو باب کتابتون او درسي لابراتوار پرانیستل شو 

د جوزجان ولایت پوهنې مسٸولینو د یاد ولایت پوهنې ریاست کې د یو مرکزي کتابتون او تعلیمي لابراتوار د پرانیستې خبر ورکړی او وایي چې
د پوهنې وزارت د زده‌کوونکو د استعدادونو ودې او هغوی ته د. . .

BACK TO NEWS