د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره ورکشاپ پیل شو
د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ د ښوونځیو د ۳۶ تنو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د یادې ولسوالۍ په یعقوبي عالي لېسه کې د پوهنې د ولایتي څانګې د پروګرامونو آمرینو او علمي غړو په حضور کې پیل شو.
په دغو مراسمو کې، د پنجشېر ولایت د پوهنې ولایتي څانګې د ښوونې او روزنې آمر په خپله وینا کې وویل؛ ښوونځي د زدهکوونکو د ښوونې او روزنې زانګو ده او محترم ښوونکي باید د نا امیدۍ په له منځه وړلو، مثبتې هیلې په رامنځته کولو او د زدهکوونکو لپاره د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره د مثبتې انرژۍ په ورکولو کې د پام وړ او بنسټیز رول ولوبوي.
