د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۵۸
cxd

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند آزادکوه لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۲۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې چې د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي سیدحفیظ‌ الله معتصم بالله له خوا وقف شوې وه، د ودانیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د بغلان او فاریاب ولایتونو پوهنې رئیسانو او چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د علم او پوهې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ښوونځیو د ودانیو او ساختماني پروژو جوړول د پوهنې د پرمختګ او د ښوونیز کیفیت لاښه والي په لور یو مهم ګام دی.

ورپسې د بغلان ولایت پوهنې رئیس او د فاریاب ولایت علماوو شورا استازي د موضوع په اړه خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوې پروژه په دوو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، چې ۱۳ درسي ټولګي، اداري خونې، لابراتوار، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د اوبو یو حلقه څاه، اړین ملحقات او ۲۳۴ پایې مېزونه-څوکۍ لري، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۵۰۰ تنو زده‌کوونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

لوګر ولایت کې له یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

په لوګر ولایت کې د ۳۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته د لوګر مرکز اړوند د خواجه محمد اکبر، جویک او سید حسین کمیدان ښوونځیو زده‌کوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

په کابل ولایت کې د «پلان جوړونې او د اداري او کاري راپورونو  ترتیب» په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.
یاد سیمینار د کابل ولایت پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۲
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS