لوګر ولایت کې څه د پاسه ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۴۹ بابه ښوونځیو بیارغونه پیلېږي
د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو بیارغونې پیل لپاره یوه غونډه وشوه، چې د یاد ولایت پوهنې رئیس ښاغلي الحاج عبدالرحمن حمیدي، د پروګرامونو آمرینو او د پوهنې ریاست د همکارو ادارو استازو هم پکې ګډون درلود، چې په ترڅ کې یې د پورته ذکر شویو ښوونځیو بیارغونې د پیل په اړه هر اړخیزې خبرې ترسره او اړینې پرېکړې وشوې.
دغه ښوونځي به د پوهنې وزارت سره په همغږۍ او د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د شاوخوا ۴۴۱ زره ډالرو په لګښت بیاورغول شي، چې عملي چارې به یې راتلونکې اوونۍ کې په رسمي ډول پیل شي.
