د پکتیکا ولایت زدهکوونکو ته د علمي کتابونو وېش پیل شو
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د اسلامي زدهکړو پیاوړتیا په موخه، د شپږم څخه تر دولسم ټولګي پورې زدهکوونکو ته د "اسلام اساسات" کتاب د ۱۰ زره ټوکو وېش لړۍ پیل کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وايي چې د همدغو کتابونو له مطالعې وروسته به له زدهکوونکو څخه ازموینه واخیستل شي او هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کوي، په ستاینلیکونو او جایزو سره وویاړل شي.
