هرات ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۹
364

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د یو همکار بنسټ په ملاتړ، د یاد ولایت فرسي ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۶۵ تنو ښوونکو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

د فرسي ولسوالۍ پوهنې چارواکو د ښوونکو د پیاوړتیا لپاره د داسې پروګرامونو ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول سیمینارونه د ښوونکو علمي او مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لوبوي.

ګډون‌والو هم د سیمینار څخه خپل رضایت څرګند او په راتلونکي کې یې د دوام غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ښار پوهنی ریاست کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، له ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS