د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
dgd

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې عضویت لري، چې په ګډه او بشپړه همغږۍ سره د نورو ستونزو د حل او د نشه‌يي توکو روږدو کسانو ته د سواد زده‌کړې په برخه کې فعالیتونه کوي.

د یادې کمېټې په وروستۍ غونډه کې، د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست استازي د اړوندې څانګې فعالیتونه توزېع کړل، چې پر بنسټ یې د ۳۵ مسلکي ښوونکو په مرسته د ۱۲ روغتیايي مرکزونو څخه په ۱۰ کې د ۲۱۲۰ روږدو کسانو لپاره د سواد زده‌کړې ۵۸ ټولګي فعال شوي دي او تر اوسه پورې په دې کورسونو کې د سواد زده کوونکو ته ۱۳۰۰۰ ټوکه درسي کتابونه، ۵۰۰۰ کتابچې، قلمونه او نور اړین تعلیمي مواد وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۶
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د اړوندو کړنو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه په مرکز او ولایتونو کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کړي دي.
د دعوت او ارشاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

BACK TO NEWS