د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
5456

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی دی.

د یاوان ولسوالۍ پوهنې آمر، د سیمه ییزو خلکو له ملاتړ ستاینې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د تعلیمي زیربناوو پراختیا او ښه والی د پوهنې یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او د ولس دغه شان ملاتړ د ماشومانو لپاره د روښانه راتلونکې ژمنه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکي د کاري وړتياوو لوړونې له سیمیناره برخمن شول 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست، د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د «اغېزمن تعلیمي مدیریت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د یاد ریاست په مقام کې جوړ کړ.
په دغه سیمینار کې د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک. . .

BACK TO NEWS