د پوهنې وزارت د پلټنې څانګې پلاوي لخوا د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست له فعالیتونو بیاکتنه پای ته ورسېده

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۲۲
656

د پوهنې وزارت د پلټنې څانګې یو پلاوي، په دایکنډي ولایت کې د ۳۵ ورځني ماموریت وروسته، د یاد ولایت د پوهنې ریاست د کار او فعالیتونو بیاکتنې څخه خپلې موندنې په یوه رسمي غونډه کې وړاندې کړې، چې د همدغه ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي هم پکې ګډون درلود.

په دې غونډه کې، د پوهنې وزارت د پلټنې پلاوي په استازیتوب محترم شفیق الله نظري خپلې موندنې او مشاهدې په څو برخو کې وړاندې کړې.

نوموړي وویل چې د بیاکتنو اساسي موخه د ننګونو پېژندل او د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست د ستونزو حل او اداري چارو لاښه‌والي لپاره وړاندیزونه شریکول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

لوګر ولایت کې له یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

په لوګر ولایت کې د ۳۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته د لوګر مرکز اړوند د خواجه محمد اکبر، جویک او سید حسین کمیدان ښوونځیو زده‌کوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

په کابل ولایت کې د «پلان جوړونې او د اداري او کاري راپورونو  ترتیب» په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.
یاد سیمینار د کابل ولایت پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۲
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS