پکتیکا ولایت کې ۱۸ بابه مدرسې او ښوونځي بیارغول کېږي
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۸ بابه مدارسو او ښوونځيو ودانۍ ترمیم او بیارغول کېږي.
د دغه ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وویل: "د یادو تعلیمي مرکزونو بیارغونه د هغه هوکړهلیک پر بنسټ ترسره کېږي، کوم چې په دې وروستیو کې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی او شاوخوا ۵ مېلیونه افغانۍ لګښت به ولري.
نوموړی له خلکو وغوښتل چې د پوهنې وزارت له پراختیایي پلانونو او پروګرامونو څخه ملاتړ وکړي.
