په غزني ولایت کې د بدني روزنې ښوونکو لپاره سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۵۰
3296

د غزني ولایت په پوهنې ریاست کې د ښوونځیو د بدني روزنې اړوندو ښوونکو د مسلکي او سپورټي وړتیاوو لوړولو لپاره یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد سیمینار کې د ځوان نسل په سالمه روزنه کې د سپورټ رول، د سپورټي تمرینونو د تدریس نوي مېتودونه او د زده‌کوونکو لپاره د فزیکي فعالیتونو اهمیت په اړه ځانګړي موضوعات شامل وو.

په پای کې، د روزنیزو موادو او پروګرامونو او د سپورټ اصولو په ګډون تعلیمي کڅوړې د بدني روزنې ښوونکو ته ووېشل شوې.

ښوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کې له دغه شان غونډو هرکلی وکړ او په راتلونکي کې یې د داسې نورو پروګرامونو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۱۸۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه سیمینار پیل شو 

د یوې خیریه ادارې له خوا د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د ۹۱ بابه ښوونځیو د ۱۹۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه دوه ورځنی سیمینار پیل شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS