په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي رغنیزې چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۸
شیبزط

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند د عبادالله په کلي کې د شهید محمد انور لومړني ښوونځي جوړولو کارونه، د شاوخوا ۲ مېلیونه ۸۵۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شول.

دغه پروژه چې پکې شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، څلور تشنابونه او نور اړین ملحقات شامل دي، د یو خیریه بنسټ لخوا تمویلېږي.

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوی ښوونځی ۱۴ کاله د مخه پرته له ودانۍ جوړ او اوسمهال یې په بشپړېدو سره د سلګونو زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د پکتیکا ولایت د درې بابه ښوونځیو کارکوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې شوې

د سیمه‌ییزه علم پروره اوسېدونکو په مالي ملاتړ سره، د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند د سیدان زامه، ګربګي او شینکي ښوونځیو ته، د ۴۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکې چمتو شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د بدني روزنې ښوونکو لپاره سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت په پوهنې ریاست کې د ښوونځیو د بدني روزنې اړوندو ښوونکو د مسلکي او سپورټي وړتیاوو لوړولو لپاره یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد سیمینار کې د ځوان نسل په سالمه روزنه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

د بامیان ولایت پوهنې ریاست روزونکو لخوا د یاد ولایت ورس ولسوالۍ اړوند ښوونځيو ۸۴ تنو ښوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو، چې موخه یې په بېلابېلو مضمونونو کې د ښوونکو عملي وړتیاوې لوړول. . .

BACK TO NEWS