د نیمروز ولایت د تعلیمي مرکزونو اداري څانګو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو
د نیمروز ولایت پوهنې ریاست او تعلیمي مرکزونو اداري څانګو کارکوونکو لپاره، د اداري پروسې ساده کولو، تر سرلیک لاندې سیمینار د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګلاحمد حقاني او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د اداري اصلاحاتو ساده کولو پروسې مرستیال مفتي محمد فرید غزنوي په حضور کې ترسره شو، چې پکې د مرکز او ولسوالیو په ګډون د یاد ولایت د ګڼشمېر مدارسو او ښوونځیو مسئولینو او اداري مدیرانو ګډون درلود.
په پیل کې د نیمروز ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له هڅو ستاینه وکړه او د سیمینار له ګډونوالو یې وغوښتل چې اړوند موضوعات په دقت سره یادداشت او خپلو نورو همکارانو ته ورسوي.
ورپسې د اداري پروسې ساده کولو ریاست مرستیال محترم، د مراجعینو د پروسو ساده کولو اهدافو او اهمیت په اړه معلومات ارایه کړل.
د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د پراخو هڅو یوه برخه ده، کوم چې د اداري روڼتیاوو رامنځته کولو، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو وړتیاوو لوړولو او مراجعینو ته د اسانتیاوو چمتو کولو کې دنده پرمخ وړي.
